Friday, October 21, 2016

غزل


ليکوال ؟

اختر مو مرور دی خوشحالۍ هم کډه کړي
ددې ولس له کوره نیکمرغۍ هم کډه کړي
ګودر مو په ژړا دی او چنار مو ساندی وایی
ګلونه هم خفه دي او ګیډۍ هم کډه کړي
غمونه مو میراث دی او دردونه مو نصیب دی
دا څو لسیزی کیږی ملالۍ هم کډه کړي
زموږ اوښکې وچې شوي زموږ زړونه اوس ژړیږي
زموږ آه هم سوځیدلی او سلګۍ هم کډه کړي

 

Copyright @ 2013 ګلاب منګل.