ورستی
خبر
ګلاب منګل د قلندر ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټکل شو،
د قلندر ولسوالۍ اوسيدوونکو ته دې مبارک وي ګلاب منګل تر دې وړاندې د
نادرشاه کوټ او د موسی خېلو ولسواليو د ولسوال په توګه پاتې شوی چې اوس د
قلندر د ولسوال په توګه وګومرل شو.
Wednesday, May 30, 2018
5:40 AM
Thursday, May 17, 2018
3:23 AM
د منګلو مشران: موږ به هغه کسان په قومي دودیزو لارو مجازات کړو څوک چې په خپلو لورګانو باندې زده کړې نکوي.

یادې څرګندونې دخوست منګلو موسی خېلو ولسوالۍ قومي مخورو مشرانو، دیني علمای کرامو او ځوانانو په هغه یوه ستره ولسي ناسته کې وکړې کومه چې دغې ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل،پوهنې امرینو اومشرانو لخوا برا بره د ثور په ۲۴مه نیټه د خوست پوهنې رئېس ښاغلي نصیراحمد روښان سره د موسی خېلو ولسوالۍ زوړ کوټ په عالي لیسه کې جوړه شوې وه.
په دغه ناسته کې د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل ترڅنګ د معارف رهبرۍ او نظارت غړو برخه لرله


موسی خېلو ولسوالۍ ته لومړۍ د معارف ځوان، هڅاند رئېس ښاغلي نصیر احمد روښان تود هرکلی وشو.
بیا ولسوال ګلاب منګل ښاغلی روښان صیب ته په دغه ولسوالۍ کې د معارف موجوده ستونزو، نیمګړتیاوو او د یوشمیر ښوونځیو د تعمیراتو د جوړیدو، ترمیم او معارف د شته تشکیل د زیاتولو یوشمېر مهمې غوښتنې مخکې کړې چې په حلولو سره به یې د معارف په برخه شته ستونزې په موسی خېلو ولسوالۍ کې راکمې شي.
ښاغلي منګل صیب زیاته کړه موږ کثرالرشتوي انېستېتیوت لرو خو معارف په برخه کې تشکیل کمبود شتون لري چې ستاسې په پاملرنې سره به روان مشکلات حل شي.
ښاغلي ګلاب منګل په موسی خېلو ولسوالۍ کې د خصوصي دیني مدرسو شتون یادونه وکړه خو زیاته کړه چې دغلته دولتي دیني مدرسې او د معارف په برخه کې کوم مرستندویه موسسات نشته چې په یاده برخه کې د خوست اوسنۍ معارف ځوانې رهبرۍ د موسی خېلو ولسوالۍ ډېر هیلې شته.
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل دغې ولسوالۍ ته د خوست ملکي ادارې ځوان رئېس ښاغلي روښان صیب ورتګ د پام وړ او قدر دانۍ وړ وباله او زیاته کړه چې تاسې په وجود کې به د معارف په چوکاټ کې به په کمیت او کفیت لوړولو په برخه کې بېساری بدلون رامنځته شي
3:15 AM
موسی خېلو ولسوالۍ ته په لومړي ځل د خوست ملکي ادارې یو ځوان هڅاند رئېس ښاغلي نصیراحمد روښان صیب د معارف ځوانې نوي رهبرۍ په ملتیا سفر ترسره کړ.

یاد سفر چې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل په بلنه دغه ولسوالۍ کې د معارف شته ستونزو څخه د پوهنې ریاست خبرونې په موخه ترسره شو ښاغلی روښان او ګلاب منګل سره قومي مشرانو ، دیني علمای کرامو، مدني فعالانو، او ځوانانو د پوهنې امرینو او د نظارت غړو برخه لرله
په یاده کتنه کې دوی د موسی خېلو ولسوالۍ کې په بېلابېلو سیمو کې پر لیسو،او ښوونځیو شعبه په شعبه وګرځېدل د هغوی تدرسي بهیر او مکاتیبو ستونزې یې له نېږدې وکتلې او د معلمینو حاضرۍ یې کنټرول او شته ستونزې یې یادښت کړې.
دا په خپل ډول کې لومړی ځل دی چې موسی خېلو ولسوالۍ ته د معارف یو ځوان هڅاند مشر ښاغلی نصیر احمد روښان رسمي بریالی سفر ترسره کوي.
3:06 AM
د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې نن ورځ د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د نوم لېکنې بهیر رسماً پیل شو

د دغه ملي پروسې په پیل سره مې خپله د تابعیت تذکره په دغه ولسوالۍ کې د تاکنو ولایتي دفتر لخوا پرانېستل شوي ثبت نام مرکز کې ثبت او سټېکر پرې نصب کړ.
زه دموسی خېلو ولسونو غوشتنه لرم چې په یادو مرکزونو کې په ټاکل شوي مهال کې خپلې د تابعیت تذکرې ثبت کړي
ترڅو وکولی شي چې په راتلوونکو ټاکنو کې په پراخه توګه برخه واخلي.
Friday, May 11, 2018
7:44 PM
باید چې د ولسونو ونډه د ټاکنو نوم لېکنې او تذکرو اخېستنې په پروسو زیاته وي
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د هدایت له مخې باید چې د ولسونو ونډه د ټاکنو نوم لېکنې او تذکرو اخېستنې په پروسو زیاته وي
په همدې منظور د موسی خېلو په ولسوالۍ کې د کریکټ پیل شوي سیالۍ چې څه موده وړاندې په لاره اچول شوې وي د تاپیې تاج محمد لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدلې.
د پای لوبې پر وخت د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل ځوانانو ته وویل په را روانو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاګنو کې د ولسونو ګډون لپاره مهمه ده چې زموږ ځوانان فعال ګډون ترڅنګ د موسی خېلو ولسونه په دغه ملي پروسه کې پراخ او فعال ګډون ته وهڅوي.
ولسوال ګلاب منګل زیاته کړه په ټاکنو کې د ولسونو د برخې اخېستنې لپاره ،عامه پوهاوي باید چې د لوبو له میدانونو، جومات او ممبر له لارې ترسره شي.
د ګلاب منګل په وینا چې ددغو سیالیو بله موخه د سیمې ځوانانو په همکارۍ د موسی خېلو خلک او پر شرایطو برابر کسان په ټاکنو کې د ګډون لپاره د لازم چمتوالی او خلکو خبرول وو چې دا ګټور رول خپله ځوانان لا ښه لوبولی شي ترڅو هېڅ یو مستحق تن پر تذکره د سټېکر لګولو پاتې نشي.
دغه راز د برېښنایی پېژند پاڼو د ویش له بهیر څخه هم غوڅ ملاتړ په ډاګه شو
یاده دوي چې د کریکټ دغو سیالیو په جوړولو کې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل سره ددغې ولسوالۍ ويښو ځوانانو هریو ماجان منګل ،بیت الله بېنوا ،حکیم جان حقبین ،دلاور سیلاب او حبیب الرحمن ،خانځلا او یو شمېر نورو ځوانانو همکاري ترسره کړي.
د یادو شویو سیالیو په پای کې ښاغلي منګل
د موسی خېلو ولسونو ته د خوست والي حکم خان حبیبي هغه پيغام هم ور ورسولو چې ولسونو خصوصاً ځوانانو ته په کې مکاتبو د تګ، مطالعې او نظام سره د همکارۍ غوښتنه شامېله وه
Sunday, April 29, 2018
9:42 AM
د ټاکنو نوم لیکنې ملی پروسه کې پراخه ونډه اخېستنه به زموږ د ولسونو سیاسي اراده تمثل کړي.

د ټاکنو نوم لیکنې ملی پروسه کې پراخه ونډه اخېستنه به زموږ د ولسونو سیاسي اراده تمثل کړي
دا ټکی د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ولسونو لپاره د ټولټاکنو د نوم لیکنې او تذکرې اخېستنې د عامه پوهاوي په مناسبت جوړه شوي غونډه کې ګډنوالو ته د وینا پرمهال څرګند کړ.
غونډې ته د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل وویل : د ټاکنو په ولسواکو بهرینو کې د ولس ریښتني ونډه دهمدې ولس ریښتني اراده تمثل کوی.
نو له همدې ځایه مهمه ده چې زموږ د موسی خېلواو قلندر ولسونه په راتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره په دغه ولسوالۍ کې د خلکو عامه ذهنیت بدل کړي او هغوی په ټاکنو کې پراخې برخې اخېستنې ته راوبولي.
په غونډه کې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د ولسونو لپاره د ښه امنیت ټینګښت او نورو مهمو سهولتونو چمتوالي خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې موږ د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو په هغو برخو کې چې د ټاکنو نوم ثبتونې مرکزونه شته ستاسې ولسونو لپاره لا
دا ټکی د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ولسونو لپاره د ټولټاکنو د نوم لیکنې او تذکرې اخېستنې د عامه پوهاوي په مناسبت جوړه شوي غونډه کې ګډنوالو ته د وینا پرمهال څرګند کړ.
غونډې ته د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل وویل : د ټاکنو په ولسواکو بهرینو کې د ولس ریښتني ونډه دهمدې ولس ریښتني اراده تمثل کوی.
نو له همدې ځایه مهمه ده چې زموږ د موسی خېلواو قلندر ولسونه په راتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره په دغه ولسوالۍ کې د خلکو عامه ذهنیت بدل کړي او هغوی په ټاکنو کې پراخې برخې اخېستنې ته راوبولي.
په غونډه کې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د ولسونو لپاره د ښه امنیت ټینګښت او نورو مهمو سهولتونو چمتوالي خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې موږ د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو په هغو برخو کې چې د ټاکنو نوم ثبتونې مرکزونه شته ستاسې ولسونو لپاره لا
زیات سهولتونه رامنځته کړي خو له تاسو ولسونو مو غوښتنه ده چې په ټاکنو کې هم خپله او هم نور ولسونه ګډون ته وهڅوئ .
په یاده ناسته کې د ولسونو په استازیتوب ښاغلي حیدرګل منګل، زورلی خوشنود او خوست ټاکنو ولایتي دفتر د عامه پوهاوي مسؤل صاحب الدین ځدراڼ بخت الله بختیار طایب الدین بریال عبدالحق صدیقي یو په بل پسې خبرې وکړې .
دوی د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل او نورو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د موسی خېلو په ولسوالۍ کې به د ټاکنو نوم لیکنې مامورینو او تذکرو مسؤلنو سره لویه همکاري کوي او په قومي کچه به ترې هېڅ ډول همکارۍ ونه سپموي.
Saturday, April 28, 2018
10:06 AM
په موسی خېلو کې د روغتیا په برخه کې لومړنی خو یو خورا مهم ګام واخېستل شو

(OHPM) د موسی خېلو ولسوالۍ زوړ کوټ په سیمه کې د
موسسې لخوا یو بشپړ روغتیایی مرکز د ولسوال ګلاب منګل لخوا د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
په دغه روغتیایی مرکز باندې شاوخوا دوه ملیونه افغانۍ لګول شوي چې څلور بستر خونې او یوه عملیات خونه لري دغه روغتیایی مرکز به مسلکي پرسونل او پرمختللي طبي وسائل هم ولري چې په فعالیت سره به یی په موسی خېلو ولسوالۍ کې تر یوه بریده روغتیایی ستونزې راکمې شي
په دغه روغتیایی مرکز باندې شاوخوا دوه ملیونه افغانۍ لګول شوي چې څلور بستر خونې او یوه عملیات خونه لري دغه روغتیایی مرکز به مسلکي پرسونل او پرمختللي طبي وسائل هم ولري چې په فعالیت سره به یی په موسی خېلو ولسوالۍ کې تر یوه بریده روغتیایی ستونزې راکمې شي
. ولسوال ګلاب منګل وایی په موسی خېلو ولسوالۍ کې نفوس زیات دی او دا چې موسی خېل یوه ستراتېژیکه ولسوالي شمېرل کیږي دلته دې د عامې روغتیا مسؤلین د ولسونو صحت په منظور لا ډېرې هڅې ترسره کړي.
Subscribe to:
Posts (Atom)


