
( A P W D O) دغه سیالۍ چې د افغان پولیسو د ټولنې سره د پرمختګ ادارې
لخوا موده وړاندې په لاره اچول شوې وې نن ورځ د پولیسو والیبال لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسیدې.
د دغو سیالیو څخه هدف د پولیسو او عامو خلکو ترمنځ روابط زیاتول، د بېړنیو پېښو پر وخت د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره د اړیکو نیول او ځوانانو لوبو ته هڅونه وه.
د دغو سیالیو د پای لوبې پر مهال د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل ته د درناوي په منظور پښتني لونګۍ هم ور په سر کړل شوه او ممتازو لوبغاړو ته برابرې شوي جایزې هم ووېشل شوې.
د پای لوبې پر مهال ښاغلي ګلاب منګل د موسی خېلو پر ولسونو غږ وکړ چې د ټاکنو د نوم لېکنې په روان بهیر کې فعاله ونډه واخلي او هغه کسان چې تر اوسه د طبعیت تذکرې نه دي اخیستي تذکرې ترلاسه کولو ته راوبولي څو په راتلوونکو ټاکنو کې فعاله برخه واخلي

0 comments:
Post a Comment