د موسی خېلو ولسوالۍ ته د ولایت مقام په هدایت د کلیو پراختیا ریاست انجنرۍ
لېږل شوي ټیم د دغه ولسوالۍ په بېلابېلو لرو پراتو غریزو سیمو کې د درېو
برنامو(سړک جوړونې،استنادي دیوالونو او څښاک پاکو اوبو) پروژو پلې کولو په
منظور مقدماتي لومړنۍ سروې ترسره کړه چې د سروې پر وخت ورسره د سیمې ولسوال
ګلاب منګل، شته امنیتي پرسونل،دیني علماکرامو، قومي مخورو مشرانو،ځوانانو د
موسی خېلو ولسوالۍ مدني ټولنو غړو په امنیتي او اجتماعي برخه کې بشپړه
همکاري وکړه.
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د ولایت مقام او کلیو
پراختیا ریاست څخه د مننې ترڅنګ دامهال دیاد او انجنرۍ ټیم لخوا په نښه
شویو سیمو کې د مهمو پروژو ژر تر ژره د عملا ً کار دپیلولو غوښتنه لري څو
په دې کار سره یادې ولسوالۍ ولسونو ستونزو او غوښتنو ته ځواب ویل شوی وي.


0 comments:
Post a Comment