Sunday, November 19, 2017

د موسې خېلو په ولسوالۍ کې به د یوې بېړنۍ سروې وروسته په بېلابېلو سیمو کې پر درېو مهمو برنامو کار ترسره شي

.
دغې ولسوالۍ ته د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په هدایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست لخوا یو هئت لېږل شوی ترڅو ددغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې درې مهمې برنامې چې پکې د پاکو اوبو رسونې، اندرابۍ یا سړک جوړونې او انسجام ساحوي یا استنادي دیوالونو جوړولو برنامې شامېلې دي د ولسونو په غوښتنه د یوې بېړانۍ یا پېنځه ورځنۍ سروې وروسته به زرترزره غملي کارونه ترسره کړي.
په دغه هئت کې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل سربېره د کلیوپراختیا ریاست تخنیکي ټیم،د سیمې قومي مخور مشران، دیني علمای کرام، ځایی د مدني ټولنو غړي اود منګلو ځوانان شامل دي.
یاد ګډ ټیم به د سیمې ضرورتونو ته پام سروې ترسره کوي او وروسته به په ذکر شویو او نښه شویو سیمو کې په یادې برنامو مخکې وړي
.

زرولي خان ځلاند

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipisicing elit, sed do eiusmod tempor incididunt ut labore et dolore magna aliqua. Ut enim ad minim veniam, quis nostrud exercitation.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 ګلاب منګل.