د یادې لیسې مدیر او زده کوونکي د زده کړو پر مهال د ښوونکو کمښت، د زده کوونکو لپاره د ټولګیو نشتون او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزو سره مخ و او د مسولو چارواکو څخه یې د هواري غوښتنه کوله.
له بلې خوا د یادې ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل د زده کوونکو غوښتنې پرځای بولي او ژمنه یې وکړه، چې یادو ستونزو د حل لپاره به نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وکړي.
د دې غرونو په منځ کې د موسی خېلو ولسوالۍ د توت پالې سیمې د ملټي کاڅ عالي لیسې انګړ دی، چې پکې د سیمې ولسوال ګلاب منګل. او خلک، زده کوونکي، او د معارف مسولین د پنځلسو زده کوونکو د فراغت او د کالنۍ ازموینې د پایلو اعلان ته پکې را غونډ دي.
د یادې لیسې مدیر وایي د لیسې د زده کوونکو شمېر یې ۷۲۰ تنه دي، چې له جملې یې ۵۴۰ تنه زده کوونکو په ازموینه کې برخه اخیستي وه.
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل او د ولایتي شورا غړي نور شاه نوراني له زده کوونکو وغوښتل چې د روښانه راتلونکي لپاره خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او ژمنه یې وکړه، چې په یاده ولسوالۍ کې به د پوهنې په برخه کې د اسانتیاو د
رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې و نه سمپوي.
دوی په خپلو ویناو کې د زده کوونکو او د یادې لیسې په برخه کې د شته ستونزو
د هواري لپاره د هڅو خبر ورکړ.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې امرین، د نظارت غړي او د لیسې مدیر ته د بیلا، بیلو ادارو لخوا ستاینلکونه ډالۍ او پر ممتازو زده کوونکو اطلاعنامې او جایزې وویشل شوې.




