Friday, December 15, 2017

د منګلو او مقبلو ترمنځ پر ځمکه باندې شوي شخړې د حل لپاره مرکزي حکومت د خپلوک په مشرۍ کمیسییون راولیږه

د منګلو او مقبلو قومونو تعهد وکړ چې د جنجالمنو سیمېو سېنځلۍ او بازي په هکله به وروستی پرېکړه د جمهوری
ریاست لخوا خوست ولایت ته د رالېږل شوي پلاوی او بې طرفه مشرانو په منځګړیتوب دخوست ولایتي اداري مشرتابه ترنظارت لاندي پای ته رسوي.
په همدې موخه تېره ورځ سیمې ته د جمهوري ریاست لخوا رالېږل شوي پلاوي چې مشري یې د جمهور رئېس سلاکار وزیر او د سولې عالي شورا دارلانشاه رییس محمدکرام خپلواک کوي ور سره د پارلمان استازي ډاکټر مېربادخان منګل لیاقت الله بابکرخېل هم ملګري دي د خوست قدرمن والي پوهندوی حکم خان حبیبي ، د خوست ولایتي شورا رئېس او غړو د بېلابېلو سیمو لسګونو قومي مشرانو، مدني فعالانو او ژورنالېستانو په ملتیا سیمې ته سفر ترسره کړ.
دوی ته د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د ښه راغلاست ترڅنګ وویل زموږ له تاسو غوښتنه لرو چې نور دغې شخړې ته چې کالونه دوام لرلی او زموږ د دواړو قومونو ځوانان پکې وژل شوي وروستی حل لاره ومومئ څو موږ دواړه قومونه یو بل سره د سولې په فضا کې ژوند وکړو.
یاده دوي چې ذکر شوي پلاوی دغلته د دواړو غاړو قومي اربکي به له مورچلونو  راګوز کړي او په سیمه کې د سیمې یو بې طرفه قوت ترهغې ځای پر ځای کړي څو پورې چې د یوې میاشتې په موده کې دغې لانجې وروستی حل لاره نه وي موندل شوي.
پلاوی ژمنه وکړه دوی به په پوره دقت خپلې څېړنې بشپړه وي او بیا به په بشپړې بې طرفۍ سره  وروستۍ پرېکړه اوفیصله تطبیق اوغملې کوين.

خوستوالو په ملي مسائلو کې کلک یووالی ښکاره کړی

خوستوالو په ملي مسائلو کې کلک یووالی ښکاره کړی

  1. د اسلامي حزب مشر انجینر ګلبدین حکمتیار سره چې کوم پلاوی خوست ولایت ته راغلي وو کوم چې په ترکیب کې یې پخواني وزیران،والیان او د ملي شورا استازي شامل وو دوی د خوست په ولایت کې د ولسونو ملي یووالي او اتحاد وستایلو  او پر دې خواښي ښکاره کوله چې خوستوال  په دې ولایت کې د خپلو ملي مشرانو سره  په ملي مسائلو کې یو لاسي حرکت کوي.

موږ د خوستي ولس په ورته بڼه په ملي او سیمه ییزو مسائلو کې دا ډول ولسي اتحاد او سیاسي بېداري ستایو او پر دوام یووالي یې ټینګار لرو.

Monday, December 11, 2017

د موسی خېلو ولسوالۍ غمومې سرک چې خوست او پکتیا ولایتونه سره نښلوې د لارې اساسي جوړ یدنې چارو د پیل کولو په منظور د یو مسلکي ټیم لخوا سروې غملاً شروع او پيل شوه.

دغه سروې دخوست والي پوهندوی حکم خان خبیبي په مستقیمه لارښونه،دخوست ولایتي شورا مرستیال قدیم افغان په دوامدارو هلوځلو اود موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل په غوښتنه چې په خوست کې د ټولګټو چارو ځوان ریس جهان یار اکبر زی دیوه مسلکي ټیم لخوا پیل شوه
 
 په سیمه کې د منګلو قومونو،ځوانانو، مدني ټولنو،قومي مخورو مشرانو، دیني علمای کرامو او امنیتي ادارو د امنیت خوندیتوب په برخه کې همکاري دیاده ولو و ړده.
یاده دوي چې د موسی خېلو ولسوالۍ ددغه سړک د اساسي جوړونې او سروې ترسره کولو  ژمنه موده وړاندې د خوست قدرمن والي پوهندوی حکم خان خبیبي د منګلو قومي مشرانو، دیني علمای کرامو او دمنګلوځوانانو یووالي شورا غړو سره د خوست مېلمستون ودانۍ په کنفرانس خونه کې د یوې جلا لېدنې پرمهال کړې وه چې نن عملاً ورباندې کار ترسره شو.




Tuesday, November 28, 2017

موسی خېلو ولسوالۍ کې وروستيو بيارغنيزو دوامدارو تلاشونو اوس دغې ولسوالۍ ته د مرستندويه ادارو پام ور واړولو

موسی خېلو ولسوالۍ کې وروستيو بيارغنيزو دوامدارو تلاشونو اوس دغې ولسوالۍ ته د مرستندويه ادارو پام ور واړولو.
د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
نن ورځ دهمدغو تلاشونو په پايله کې د خوست ولايتي شورا مرستيال قديم افغان په همکارۍ د خوست ولايتي ادارې په لارښونه د NRAP موسسې يو مسلکي تخنکي انجينرانو ټيم ددغې ولسوالۍ دوه منده پل سروې کړ. ديادې موسسې مسؤلينو په وينا چې دوی به په ياده ولسوالۍ کې نور پلونه هم په نېږدې مهال کې سروې او وروسته به عملا ً ورباندې درغونې کارونولپاره چمتو کړي . د سيمې اوسيدونکي په دې خوښ دي چې په دې وروستيو کې د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل د پرلپسې تلاشونو او هڅو په پايله کې اوس مهال دغې ولسوالۍ د لارو ، کليوالي سيمو ، زراعتي ځمکو او په لويه کې د ولسوالۍ اوسيدونکو ټولنيزو ستونزو هواري لپاره د حکومت او مرستندويه ادارو پام ور اوښتی او تمه ده چې د ولسوالۍ په يوشمير سيمو کې به دولسي خلکو لومړنيو ستونزو ته په کتو اغيزمنې او ګټورې پروژې پلې شي .
په دغو کې د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل د يادې موسسې له تخنيکي او مسلکي ټيم او خوست والي پوهندوی حکم خان حبيبي څخه مننه څرګنده کړه چې دغې ولسوالۍ ته خپله پاملرنه راګرځولي او دلته مېشتو ولسونو ستونزو هواري لپاره لاس په کار شوی موږ همداشان ياد ټيم غړو ته بشپړ ډاډ ورکړ چې په سيمه کې به د ولسونو او زموږ لخوا هر ډول امنيتي همکاري موجوده وي . 

Friday, November 24, 2017

د موسی خېلو ولسوالۍ ته د ولایت مقام په هدایت د کلیو پراختیا ریاست انجنرۍ لېږل شوي ټیم د دغه ولسوالۍ په بېلابېلو لرو پراتو غریزو سیمو کې د درېو برنامو(سړک جوړونې،استنادي دیوالونو او څښاک پاکو اوبو) پروژو پلې کولو په منظور مقدماتي لومړنۍ سروې ترسره کړه



د موسی خېلو ولسوالۍ  ته د ولایت مقام په هدایت د کلیو پراختیا ریاست انجنرۍ لېږل شوي ټیم د دغه ولسوالۍ په بېلابېلو لرو پراتو غریزو سیمو کې د درېو برنامو(سړک جوړونې،استنادي دیوالونو او څښاک پاکو اوبو) پروژو پلې کولو په منظور مقدماتي لومړنۍ سروې ترسره کړه چې د سروې پر وخت ورسره د سیمې ولسوال ګلاب منګل، شته امنیتي پرسونل،دیني علماکرامو، قومي مخورو مشرانو،ځوانانو د موسی خېلو ولسوالۍ مدني ټولنو غړو په امنیتي او اجتماعي برخه کې بشپړه همکاري وکړه.
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د ولایت مقام او کلیو پراختیا ریاست څخه د مننې ترڅنګ دامهال دیاد او انجنرۍ ټیم لخوا په نښه شویو سیمو کې د مهمو پروژو ژر تر ژره د عملا ً کار دپیلولو غوښتنه لري څو په دې کار سره یادې ولسوالۍ ولسونو ستونزو او غوښتنو ته ځواب ویل شوی وي.

Sunday, November 19, 2017

د موسې خېلو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي د قومي یوالي له لارې به له دولت سره په ګډه په دې ولسوالۍ کې امنیت رامنځ ته کړي

دوی د قومي مشرانو او ځوانانو په ګډه غونډه کې وویل له علماکرامو سره به د ولسي قوت له لارې د ناامنۍ په وړاندې ودریږي.
له بلې خوا د سیمې ولسوال ګلاب منګل وايي ځوانان، قومي مشران او علماکرامو دې ته تیار شوي چې په سیمه کې د پرمختګ د رامنځ ته کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې. دهمدي ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل ترمشرۍ لاندي. قومي مشرانو، ځوانانو او علماکرامو په یوه ګډه ناسته کې پریکړه وکړه چې د کلیو ملاامامانو او خلکو سره به په ګډه د ولسي قوت له لارې په سیمه کې امنیت او پرمختګ لپاره وضعیت برابر کړي.
دوی وویل په سیمه کې د منګلو کوم بانفوذه خلک او علماکرام دې ته تیار شوي چې له دولت او ولایتي ادارې سره د بیارغونې او نورو چارو کې همکاري وکړي خو دوی وغوښتل چې ددې سیمې لپاره دې د بیارغونې پروژې پلي شي.
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل وايي له قومي مشرانو او ځوانانو سره یې په ګډه ناسته کې پر دې سلا شوي چې د کلیو ملاامامان به وهڅوي تر څو په کلیو او بنډو کې د امنیت او پرمختګ لپاره له دوی سره همکاري وکړي.
هغه وویل چې د سیمې علماکرامو ډاډ ورکړی چې په دې ولسوالۍ کې به د امن او سولې د ټنګښت لپاره کار کوي او ولسي خلک به هڅوي تر په بېلابېلو برخو کې د ستونزو په لامنځه وړلو کې همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده چې یاده غونډه په داسې مهال تر سره کیږي، چې موسی خېلو ولسوالۍ ته د ولایتي ادارې ګډ پلاوی تللی تر څو په دې ولسوالۍ کې د شته ستونزو او د ولسونو د غوښتنو په اړه مالومات راټول او اړوندو ادارو ته یې وسپاري.

د موسې خېلو په ولسوالۍ کې به د یوې بېړنۍ سروې وروسته په بېلابېلو سیمو کې پر درېو مهمو برنامو کار ترسره شي

.
دغې ولسوالۍ ته د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په هدایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست لخوا یو هئت لېږل شوی ترڅو ددغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې درې مهمې برنامې چې پکې د پاکو اوبو رسونې، اندرابۍ یا سړک جوړونې او انسجام ساحوي یا استنادي دیوالونو جوړولو برنامې شامېلې دي د ولسونو په غوښتنه د یوې بېړانۍ یا پېنځه ورځنۍ سروې وروسته به زرترزره غملي کارونه ترسره کړي.
په دغه هئت کې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل سربېره د کلیوپراختیا ریاست تخنیکي ټیم،د سیمې قومي مخور مشران، دیني علمای کرام، ځایی د مدني ټولنو غړي اود منګلو ځوانان شامل دي.
یاد ګډ ټیم به د سیمې ضرورتونو ته پام سروې ترسره کوي او وروسته به په ذکر شویو او نښه شویو سیمو کې په یادې برنامو مخکې وړي
.

 

Copyright @ 2013 ګلاب منګل.