د منګلو او مقبلو قومونو تعهد وکړ چې د جنجالمنو سیمېو سېنځلۍ او بازي په هکله به وروستی پرېکړه د جمهوری
ریاست لخوا خوست ولایت ته د رالېږل شوي پلاوی او بې طرفه مشرانو په منځګړیتوب دخوست ولایتي اداري مشرتابه ترنظارت لاندي پای ته رسوي.
ریاست لخوا خوست ولایت ته د رالېږل شوي پلاوی او بې طرفه مشرانو په منځګړیتوب دخوست ولایتي اداري مشرتابه ترنظارت لاندي پای ته رسوي.
په همدې موخه تېره ورځ سیمې ته د جمهوري ریاست لخوا رالېږل شوي پلاوي چې مشري یې د جمهور رئېس سلاکار وزیر او د سولې عالي شورا دارلانشاه رییس محمدکرام خپلواک کوي ور سره د پارلمان استازي ډاکټر مېربادخان منګل لیاقت الله بابکرخېل هم ملګري دي د خوست قدرمن والي پوهندوی حکم خان حبیبي ، د خوست ولایتي شورا رئېس او غړو د بېلابېلو سیمو لسګونو قومي مشرانو، مدني فعالانو او ژورنالېستانو په ملتیا سیمې ته سفر ترسره کړ.
دوی ته د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د ښه راغلاست ترڅنګ وویل زموږ له تاسو غوښتنه لرو چې نور دغې شخړې ته چې کالونه دوام لرلی او زموږ د دواړو قومونو ځوانان پکې وژل شوي وروستی حل لاره ومومئ څو موږ دواړه قومونه یو بل سره د سولې په فضا کې ژوند وکړو.
یاده دوي چې ذکر شوي پلاوی دغلته د دواړو غاړو قومي اربکي به له مورچلونو راګوز کړي او په سیمه کې د سیمې یو بې طرفه قوت ترهغې ځای پر ځای کړي څو پورې چې د یوې میاشتې په موده کې دغې لانجې وروستی حل لاره نه وي موندل شوي.
پلاوی ژمنه وکړه دوی به په پوره دقت خپلې څېړنې بشپړه وي او بیا به په بشپړې بې طرفۍ سره وروستۍ پرېکړه اوفیصله تطبیق اوغملې کوين.


0 comments:
Post a Comment