Wednesday, May 30, 2018

ګلاب منګل د قلندر ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټکل شو


ورستی خبر ګلاب منګل د قلندر ولسوالۍ د ولسوال په توګه وټکل شو، د قلندر ولسوالۍ اوسيدوونکو ته دې مبارک وي ګلاب منګل تر دې وړاندې د نادرشاه کوټ او د موسی خېلو ولسواليو د ولسوال په توګه پاتې شوی چې اوس د قلندر د ولسوال په توګه وګومرل شو.

Thursday, May 17, 2018

د منګلو مشران: موږ به هغه کسان په قومي دودیزو لارو مجازات کړو څوک چې په خپلو لورګانو باندې زده کړې نکوي.


یادې څرګندونې دخوست منګلو موسی خېلو ولسوالۍ قومي مخورو مشرانو، دیني علمای کرامو او ځوانانو په هغه یوه ستره ولسي ناسته کې وکړې کومه چې دغې ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل،پوهنې امرینو اومشرانو لخوا برا بره د ثور په ۲۴مه نیټه د خوست پوهنې رئېس ښاغلي نصیراحمد روښان سره د موسی خېلو ولسوالۍ زوړ کوټ په عالي لیسه کې جوړه شوې وه. 

په دغه ناسته کې د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل ترڅنګ د معارف رهبرۍ او نظارت غړو برخه لرله
د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
موسی خېلو ولسوالۍ ته لومړۍ د معارف ځوان، هڅاند رئېس ښاغلي نصیر احمد روښان تود هرکلی وشو.
بیا ولسوال ګلاب منګل ښاغلی روښان صیب ته په دغه ولسوالۍ کې د معارف موجوده ستونزو، نیمګړتیاوو او د یوشمیر ښوونځیو د تعمیراتو د جوړیدو، ترمیم او معارف د شته تشکیل د زیاتولو یوشمېر مهمې غوښتنې مخکې کړې چې په حلولو سره به یې د معارف په برخه شته ستونزې په موسی خېلو ولسوالۍ کې راکمې شي.
ښاغلي منګل صیب زیاته کړه موږ کثرالرشتوي انېستېتیوت لرو خو معارف په برخه کې تشکیل کمبود شتون لري چې ستاسې په پاملرنې سره به روان مشکلات حل شي.

ښاغلي ګلاب منګل په موسی خېلو ولسوالۍ کې د خصوصي دیني مدرسو شتون یادونه وکړه خو زیاته کړه چې دغلته دولتي دیني مدرسې او د معارف په برخه کې کوم مرستندویه موسسات نشته چې په یاده برخه کې د خوست اوسنۍ معارف ځوانې رهبرۍ د موسی خېلو ولسوالۍ ډېر هیلې شته. 
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل دغې ولسوالۍ ته د خوست ملکي ادارې ځوان رئېس ښاغلي روښان صیب ورتګ د پام وړ او قدر دانۍ وړ وباله او زیاته کړه چې تاسې په وجود کې به د معارف په چوکاټ کې به په کمیت او کفیت لوړولو په برخه کې بېساری بدلون رامنځته شي

موسی خېلو ولسوالۍ ته په لومړي ځل د خوست ملکي ادارې یو ځوان هڅاند رئېس ښاغلي نصیراحمد روښان صیب د معارف ځوانې نوي رهبرۍ په ملتیا سفر ترسره کړ.

د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.

یاد سفر چې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل په بلنه دغه ولسوالۍ کې د معارف شته ستونزو څخه د پوهنې ریاست خبرونې په موخه ترسره شو ښاغلی روښان او ګلاب منګل سره قومي مشرانو ، دیني علمای کرامو، مدني فعالانو، او ځوانانو د پوهنې امرینو او د نظارت غړو برخه لرله


په یاده کتنه کې دوی د موسی خېلو ولسوالۍ کې په بېلابېلو سیمو کې پر لیسو،او ښوونځیو شعبه په شعبه وګرځېدل د هغوی تدرسي بهیر او مکاتیبو ستونزې یې له نېږدې وکتلې او د معلمینو حاضرۍ یې کنټرول او شته ستونزې یې یادښت کړې.
دا په خپل ډول کې لومړی ځل دی چې موسی خېلو ولسوالۍ ته د معارف یو ځوان هڅاند مشر ښاغلی نصیر احمد روښان رسمي بریالی سفر ترسره کوي.

د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې نن ورځ د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د نوم لېکنې بهیر رسماً پیل شو

د دغه ملي پروسې په پیل سره مې خپله د تابعیت تذکره په دغه ولسوالۍ کې د تاکنو ولایتي دفتر لخوا پرانېستل شوي ثبت نام مرکز کې ثبت او سټېکر پرې نصب کړ.
زه دموسی خېلو ولسونو غوشتنه لرم چې په یادو مرکزونو کې په ټاکل شوي مهال کې خپلې د تابعیت تذکرې ثبت کړي

 ترڅو وکولی شي چې په راتلوونکو ټاکنو کې په پراخه توګه برخه واخلي.

Friday, May 11, 2018

باید چې د ولسونو ونډه د ټاکنو نوم لېکنې او تذکرو اخېستنې په پروسو زیاته وي


د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د هدایت له مخې باید چې د ولسونو ونډه د ټاکنو نوم لېکنې او تذکرو اخېستنې په پروسو زیاته وي 
په همدې منظور د موسی خېلو په ولسوالۍ کې د کریکټ پیل شوي سیالۍ چې څه موده وړاندې په لاره اچول شوې وي د تاپیې تاج محمد لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدلې.
د پای لوبې پر وخت د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل ځوانانو ته وویل په را روانو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاګنو کې د ولسونو ګډون لپاره مهمه ده چې زموږ ځوانان فعال ګډون ترڅنګ د موسی خېلو ولسونه په دغه ملي پروسه کې پراخ او فعال ګډون ته وهڅوي.
ولسوال ګلاب منګل زیاته کړه په ټاکنو کې د ولسونو د برخې اخېستنې لپاره ،عامه پوهاوي باید چې د لوبو له میدانونو، جومات او ممبر له لارې ترسره شي. 
د ګلاب منګل په وینا چې ددغو سیالیو بله موخه د سیمې ځوانانو په همکارۍ د موسی خېلو خلک او پر شرایطو برابر کسان په ټاکنو کې د ګډون لپاره د لازم چمتوالی او خلکو خبرول وو چې دا ګټور رول خپله ځوانان لا ښه لوبولی شي ترڅو هېڅ یو مستحق تن پر تذکره د سټېکر لګولو پاتې نشي. 
دغه راز د برېښنایی پېژند پاڼو د ویش له بهیر څخه هم غوڅ ملاتړ په ډاګه شو
یاده دوي چې د کریکټ دغو سیالیو په جوړولو کې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل سره ددغې ولسوالۍ ويښو ځوانانو هریو ماجان منګل ،بیت الله بېنوا ،حکیم جان حقبین ،دلاور سیلاب او حبیب الرحمن ،خانځلا او یو شمېر نورو ځوانانو همکاري ترسره کړي.
د یادو شویو سیالیو په پای کې ښاغلي منګل
د موسی خېلو ولسونو ته د خوست والي حکم خان حبیبي هغه پيغام هم ور ورسولو چې ولسونو خصوصاً ځوانانو ته په کې مکاتبو د تګ، مطالعې او نظام سره د همکارۍ غوښتنه شامېله وه

Sunday, April 29, 2018

د ټاکنو نوم لیکنې ملی پروسه کې پراخه ونډه اخېستنه به زموږ د ولسونو سیاسي اراده تمثل کړي.

د ټاکنو نوم لیکنې ملی پروسه کې پراخه ونډه اخېستنه به زموږ د ولسونو سیاسي اراده تمثل کړي
دا ټکی د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ولسونو لپاره د ټولټاکنو د نوم لیکنې او تذکرې اخېستنې د عامه پوهاوي په مناسبت جوړه شوي غونډه کې ګډنوالو ته د وینا پرمهال څرګند کړ.
غونډې ته د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل وویل : د ټاکنو په ولسواکو بهرینو کې د ولس ریښتني ونډه دهمدې ولس ریښتني اراده تمثل کوی.
نو له همدې ځایه مهمه ده چې زموږ د موسی خېلواو قلندر ولسونه په راتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره په دغه ولسوالۍ کې د خلکو عامه ذهنیت بدل کړي او هغوی په ټاکنو کې پراخې برخې اخېستنې ته راوبولي.
په غونډه کې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د ولسونو لپاره د ښه امنیت ټینګښت او نورو مهمو سهولتونو چمتوالي خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې موږ د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو په هغو برخو کې چې د ټاکنو نوم ثبتونې مرکزونه شته ستاسې ولسونو لپاره لا 
زیات سهولتونه رامنځته کړي خو له تاسو ولسونو مو غوښتنه ده چې په ټاکنو کې هم خپله او هم نور ولسونه ګډون ته وهڅوئ .

ځکه چې د ولسونو په ټاکنو کې برخه اخېستنه به هغوی د دوی د خوښې وړ کسانو واک ته په رسونه کې اغېزمن رول ولوبوي.
په یاده ناسته کې د ولسونو په استازیتوب ښاغلي حیدرګل منګل، زورلی خوشنود او خوست ټاکنو ولایتي دفتر د عامه پوهاوي مسؤل صاحب الدین ځدراڼ بخت الله بختیار طایب الدین بریال عبدالحق صدیقي یو په بل پسې خبرې وکړې .
دوی د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل او نورو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د موسی خېلو په ولسوالۍ کې به د ټاکنو نوم لیکنې مامورینو او تذکرو مسؤلنو سره لویه همکاري کوي او په قومي کچه به ترې هېڅ ډول همکارۍ ونه سپموي.

Saturday, April 28, 2018

په موسی خېلو کې د روغتیا په برخه کې لومړنی خو یو خورا مهم ګام واخېستل شو

د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.

(OHPM) د موسی خېلو ولسوالۍ زوړ کوټ په سیمه کې د 
موسسې لخوا یو بشپړ روغتیایی مرکز د ولسوال ګلاب منګل لخوا د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
په دغه روغتیایی مرکز باندې شاوخوا دوه ملیونه افغانۍ لګول شوي چې څلور بستر خونې او یوه عملیات خونه لري دغه روغتیایی مرکز به مسلکي پرسونل او پرمختللي طبي وسائل هم ولري چې په فعالیت سره به یی په موسی خېلو ولسوالۍ کې تر یوه بریده روغتیایی ستونزې راکمې شي
 . ولسوال ګلاب منګل وایی په موسی خېلو ولسوالۍ کې نفوس زیات دی او دا چې موسی خېل یوه ستراتېژیکه ولسوالي شمېرل کیږي دلته دې د عامې روغتیا مسؤلین د ولسونو صحت په منظور لا ډېرې هڅې ترسره کړي.

له پولیسو سره د ټولنې روابطو غښتلتي کېدو په منظور په موسی خېلو ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې د والیبال سیالۍ د پولیسو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.


د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
( A P W D O)  دغه سیالۍ چې د افغان پولیسو د ټولنې سره د پرمختګ ادارې 
لخوا موده وړاندې په لاره اچول شوې وې نن ورځ د پولیسو والیبال لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسیدې.

د دغو سیالیو څخه هدف د پولیسو او عامو خلکو ترمنځ روابط زیاتول، د بېړنیو پېښو پر وخت د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره د اړیکو نیول او ځوانانو لوبو ته هڅونه وه. 
د دغو سیالیو د پای لوبې پر مهال د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل ته د درناوي په منظور پښتني لونګۍ هم ور په سر کړل شوه او ممتازو لوبغاړو ته برابرې شوي جایزې هم ووېشل شوې.

د پای لوبې پر مهال ښاغلي ګلاب منګل د موسی خېلو پر ولسونو غږ وکړ چې د ټاکنو د نوم لېکنې په روان بهیر کې فعاله ونډه واخلي او هغه کسان چې تر اوسه د طبعیت تذکرې نه دي اخیستي تذکرې ترلاسه کولو ته راوبولي څو په راتلوونکو ټاکنو کې فعاله برخه واخلي

Monday, April 9, 2018

افغان ولسمشر ښاغلي (غني) د خوست ولايت د ولسوالانو سره وليدل.



د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د خوست ولایت له ولسوالانو سره وکتل او د تشکیلاتو، معاشاتو، د قاضیانو او څارنوالانو د نشتوالي، په ولسوالیو کې د امنیه قوماندانۍ د ودانیو د نشتوالي، د مامورینو کمبود، د ځمکو د غصب، د سرپرستۍ او په ادارو کې د لاسوهنو د مخنیوي په اړه یې د دوی ستونزې واورېدې.
جمهوررئیس په سختو شرایطو کې د ولسوالانو له کار څخه مننه وکړه او د يو شمېر لرو پرتو ولسواليو د ولسوالانو هڅې وستايلې او ترڅنګ يې سیمه ایزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه تر څو د ولسوالیو د سرپرستۍ ستونزه حل شي او ویې ویل چې د کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د ولسوالیو د امنیه قوماندانیو د ودانیو د نیشتوالي ستونزې ته رسیدګي وکړي.

Tuesday, April 3, 2018

موسی خېلو ولسوالۍ ته لېږل شوی پلاوی به ډېر ژر ۳۰ بستریز روغتون ودانۍ جوړیدو لپاره یو مناسب ځای غوره کړي.



د ولایت مقام په هدایت موسی خېلو ولسوالۍ ته لېږل شوی پلاوی به ډېر ژر ۳۰ بستریز روغتون ودانۍ جوړیدو لپاره یو مناسب ځای انتخاب کړي په همدې موخه موسی خېلو ولسوالۍ ته د ولایت مقام لخوا یو پلاوی لېږل شوی چې پکې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل سربېره د خوست عامې روغتیاریاست، اقتصاد ریاست او ښارجوړونې ریاست نماینده ګانو او د خوست ولایتي شورا وکیل شکورالله بابکرخېل برخه لرله.
دغه پلاوی د موسی خېلو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې وګرځېدو چې ټاکل شوې ده ژر به یاد پلاوی د لېدل شویو سیمو څخه یوه چې د عامې روغتیا ریاست د وصولو سره به برابر وي یاد روغتون جوړیدو ته انتخاب کړي. 
د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
پاتې دې نه وي چې تر دې وړاندې د موسی خېلو ولسوالۍ بېلابېلو سیمو خلکو د یاد ۳۰ بستریز روغتون ودانۍ جوړیدو پر سر په خپلو .کې اختلاف درلودل
دوی موده وړاندې د موسی  خېلو ولسوال ګلاب منګل په مشرۍ سره جرګه شول او ددغه روغتون لپاره د سیمې انتخاب واک يې اړونده ادارو ولایت مقام ته وسپاره. چې ډیر زربه د دې روغتون  د بنسټ ډبره کېښودل شي.

Friday, March 30, 2018

د منګلو او مقبلو د لانجمنې سیمې برید مالوم شو!

د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
دا چې په همدې تړاو پرېکړه پخوا شوې وه ددواړو قومونو ترمنځ د برید سیمې مالومولو په منظور وړمه ورځ سیمې ته د خوست محترم والي پوهندوی حکم خان حبیبي په وړاندیز دجمهوري ریاست په حکم ټاکل شوي کمیسیون غړو د منګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړې د برید (ټاک)مالومولو لپاره سیمې ته سفر وکړ.
په دغه پلاوي کې د خوست ولایت مقام د دفتر رئېس موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل د خوست ملي امنیت ریاست اول معاون، د خوست امنیه قومندانۍ اداري مرستیال، د ملي اردو د څلورم کنډک رئېس ارکان، د نادرشاه کوټ ولسوال او یوشمېر نورو کسانو برخه لرله. 
یاد هئت سیمې ته د سفر پر مهال د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د شوي پرېکړې په تعقیب لانجمنې سیمې څخه لېدنه وکړه او د دواړو قومونو ترمنځ یې د برید یا ټاک سیمه مالومه کړه.
پاتې دې نه وي د منګلو او مقبلو ترمنځ څو لیسزو اوږدې قومي لانجې ته د خوست والي حکم خان حبیبي په دوامدارو هلو ځلو د جمهوري ریاست لخوا رالېږل شوي پلاوی تل لپاره حل کړه او دواړه قومونه یې بېرته د ورورګلوۍ پر ټغر سره کېنول
د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
خپلې څرګندونې مو لاندې ولیکئ

Tuesday, March 27, 2018

د معارف نوي رهبري دې په موسی خېلو کې ښونیز سیستم پر اغېزمن پوهنیز سیستم واوړي / بختیار


د معارف نوي رهبري دې په موسی خېلو کې ښونیز سیستم پر اغېزمن پوهنیز سیستم واوړي 
دا څرګندونې د موسی خېلو ولسوال ښاغلی ګلاب منګل او موسی خېلو ولسوالۍ د معارف کارکوونکو او معارف ډلې سره یوځای د پوهنې نوي رئېس ښاغلي نصیراحمد روښان 
سره دتبریکۍ مراسمو پر مهال وکړې.
په دغه لېدنه ښاغلي منګل د خوست پوهنې نوي رئېس ښاغلي نصیراحمد روښان ته دغې ولسوالۍ ته د سفر کولو بلنه هم ورکړه .ترڅو هلته روان پوهنیز وضعیت له نېږدې وڅاري او پر اړوند یې اغېزمن پلانونه ونیسي .
په یاده لېدنه کې د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل د پوهني نوی رئېس څخه په موسی خېلو کې شته ښوونځیو ته د ودانیو پرجوړولو ،مسلکي پرسونل پر ګمارلو او په ټوله کې د پوهنې روان حالت د بدلولو غوښتنه وکړه چې د ښاغلي روښان صیب لخوا د هر ډول همکاریو ژمنه ورسره وشوه .
د خوست معارف نوي رئېس ښاغلي نصیر احمد روښان وویل په کومه سیمه کې چې معیاري ښوونیز سیستم موجود وي هلته په خپله د ټولنې په روان حالت کې مثبت او پام وړ تغیرات را درومي.
نو زموږ نوي رهبري هم په دې تلاش کې ده چې په خوست کې په هغو سیمو کې چې په تېر کې معارف له پامه غورځول شوی پر نویو
کړنلارو کار وکړي ترڅو موجوده مشکلاتو هواري لپاره لازمې حللارې ومومو.چې موسې خېلو ته به پکې خاصه پاملرنه وکړو.
۱۳۹۷/۱/۴
بخت الله بختیار ««خوست - افغانستان


Wednesday, March 21, 2018

له میاشتني جنجال وروسته بنسټیز تړون ، د موسی خېلو ولسونو ۳۰ بستریز روغتون ته ځای انتخاب کړ .



د موسی خېلو ولسوالۍ قومي مخورو مشرانو، دیني علمای کرامو او ځوانانو په دغه ولسوالۍ کې د ولسوال ګلاب منګل په هلوځلو پرېکړه وکړه چې موږ به د ۳۰ بستریز روغتون ځای انتخاب واک حکومت ته سپارو او باورمند یو چې دولت به ورته هغه ځای انتخاب کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.
پاتې دې نه وي چې یاد روغتون

د خوست قدرمن والي پوهندوی حکم خان حبیبي په هلو ځلو او هدایت سره دغې ولسوالۍ ته منظور شوی چې هدف یې ددغې ولسوالۍ ولسونو روغتیایی ستونزو ته ځواب ورکول دي 

یاده دوي چې تر دې وړاندې د موسی خېلو ولسوالۍ بېلابېلو سیمو خلکو د دغه ۳۰ بستریز روغتون ځای انتخاب پرسر خپلو کې ګڼ اختلافات درلودل.اوس دخوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په هدایت دموسی خېلو ولسوال ګلاب منګل دزیات زیارکوشش دموسی خېلو ولسونه په خپله خوښه قانع کړل چې دولت د ځای خوښولو وروسته د دي پروژې په شمول دبیارغونې ټولو پروژوساتنه اوملاتړ کړو دیادولو وړده چې موسی خېلوکې موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل فکري رغونه اجتماعی اوفرهنګې دښه مدیریت کارونه د د ې 
سبب شول چې ولسونه د دولت ملاتړترڅنګ په ډل ییزه توګه هرډول پرمختګ غوښتنه کوي

Monday, February 26, 2018

د ښې ملکي او نظامي رهبرۍ له امله په موسی خېلو کې ډاډمن امنيت راغلی.

د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.

د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل په دغه ولسوالۍ کې د يوشمير امنيتي پوستو څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه چې د موسی خېل ولسوالۍ امنيه قومندان محمد ناصر خان ، د ملي اردو د ټولی قومندان امان الله امان او يوشمير نورو امنيتي منسبوبينو يې هم ملتيا کوله .
د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل د يادې ليدنې پروخت سرتيري او افسران وستايل چې په لوړ مورال سره په لرو پراتو غرنيزو سيمو کې دندې ترسره کوي او مېشتو ولسونو لپاره يې سوله ييزه فضا رامنځته کړې ده .
د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
افسرانو او سربازانو هم د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل څخه مننه څرګندوله چې هر وخت يې د دوی له ستونزو ځان خبر کړی او امنيتي منسوبين يې ښو دندو ته يې هڅولي دي .

Sunday, January 7, 2018

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ د ملټې کاڅ عالي لیسې څخه د یوې غونډې په ترڅ کې پنځلس تنه زده کوونکي فارغ شول.

د یادې لیسې مدیر او زده کوونکي د زده کړو پر مهال د ښوونکو کمښت، د زده کوونکو لپاره د ټولګیو نشتون او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزو سره مخ و او د مسولو چارواکو څخه یې د هواري غوښتنه کوله.
له بلې خوا د یادې ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل د زده کوونکو غوښتنې پرځای بولي او ژمنه یې وکړه، چې یادو ستونزو د حل لپاره به نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وکړي.
د دې غرونو په منځ کې د موسی خېلو ولسوالۍ د توت پالې سیمې د ملټي کاڅ عالي لیسې انګړ دی، چې پکې د سیمې ولسوال ګلاب منګل. او خلک، زده کوونکي، او د معارف مسولین د پنځلسو زده کوونکو د فراغت او د کالنۍ ازموینې د پایلو اعلان ته پکې را غونډ دي.
د یادې لیسې مدیر وایي د لیسې د زده کوونکو شمېر یې ۷۲۰ تنه دي، چې له جملې یې ۵۴۰ تنه زده کوونکو په ازموینه کې برخه اخیستي وه.
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل او د ولایتي شورا غړي نور شاه نوراني له زده کوونکو وغوښتل چې د روښانه راتلونکي لپاره خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او ژمنه یې وکړه، چې په یاده ولسوالۍ کې به د پوهنې په برخه کې د اسانتیاو د 
رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې و نه سمپوي.

دوی په خپلو ویناو کې د زده کوونکو او د یادې لیسې په برخه کې د شته ستونزو
 د هواري لپاره د هڅو خبر ورکړ.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې امرین، د نظارت غړي او د لیسې مدیر ته د بیلا، بیلو ادارو لخوا ستاینلکونه ډالۍ او پر ممتازو زده کوونکو اطلاعنامې او جایزې وویشل شوې.

Tuesday, January 2, 2018

د خوست موسی خېلوولسوالۍ د زوړکوټ لیسې سږ کال بیا هم د ۱۲ ټولګي فارغین لرل

د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ اړوند د زوړکوټ  لېسې څخه ۳۱ تنه زده کوونکي فارغ شول د دغو زده کونکو لپاره په نیولو شویو مراسمو کې د موسی خیلو ولسوال ګلاب منګل وویل چې په یاده ولسوالۍ کې  د امنیتي وضیعت په ښه کیدو سره په ښوونځیو کې د زده کوونکو داخلیدل زیات شوي دي، ولسوال د سیمې په اوسیدونکو غږ وکړ چې د پوهنې په برخه کې دې فعاله ونډه واخلي، پدې مراسمو کې ګلاب منګل د یو لړ نویو پروژو د ژر پرانیستې خبره هم وکړه.
بل خوا د سیمې قومي مشرانو او زده کوونکو د سیمې د امنیتي او ملکي چارواکو مننه وکړه چې په یاده سیمه کې یې د نورو رغنیزو پروکرامونو ترڅنګ د پوهنې په برخه کې مثبت کارونه کړي دي.
د یادولو ده چې پخوا د موسی خیلو ولسوالي یوه د ناآمنه ولسوالیو څخه وه چې په دې وروستیو کې دګلاب منګل په ورتګ سره  یې د امنیتي وضیعت د ښه کیدو سربیره پکې بیلابیلو رغنیزو کارونو ترڅنګ د پوهنې په برخه کې د پام وړ ښه والی راغلی.اډمين.

د خوست موسی خېلو ولسوالۍ انسټیټیوټ څخه په لومړي ځل ۳۶ کسان فارغ شول

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ کثرالرشتوي انسټیټیوټ څخه  په لومړي ځل  ۳۶ محصلین فراغ شول.
موسی خېلو د ولسوال ګلاب منګل وایې د یاد انسټیټیوټ څخه په دو څانګو کې، اداره،منجمیټ او عمومې زراعت فارغ محصلین به د ولسوالۍ په بېلابېلو برخوکې وګمارل شي.
هغه وویل چې په موسی خېلو ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر سره له دې چې ډېر ستونزې لري، خو په ورستیو کې په دې توانیدلي چې په دې ولسوالۍ کې د علمي مرکزونو شمېر زیات کړي.
 ولسوال ګلاب منګل  وايي د موسی خېلو ولسوالۍ مامورین او ولایتي اداره هڅه کوي، چې ددې محرومې ولسوالۍ د پوهنې، بیارغونې او امنیت په برخه کې نوي پرمختګونه رامنځ ته کړي.
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل  وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر پیاوړی شوی او دوی هره وخت له ښوونځیو څخه نیږدې لیدنې کوي او قومي خلکو سره یې د زده کونکو په شمېر کې د زیاتوالي لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې کړي.
هغه وايي چې پخوا د پوهنې بیهر له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، چې اوس د سیمې د خلکو په همکارۍ دا بیهر ښه شوی، خو له هم ډېر کار پاتې تر څو د موسی خېلو ولسوالۍ دپوهنې بیهر ستونزې له منځه لاړې شي.
د مراسمو ګډونوالو او فارغو محصلینو له دولت وغوښتل چې د کار په پیدا کولو او نورو لوړو زده کړو په برخه کې له فارغو سره مرسته وکړي.
دوی وايي له دو کلنو زده کړو ورسته دې ته تیار دي چې د نوي کال په پیلیدو سره ددې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې وګمارل شي.
دوی موسی خېلو ولسوالۍ ته پاملرنه غواړي او وايي چې ددې ولسوالۍ خلک د هر ډول پروژو د تطبیق لپاره پوره همکارۍ ته تیار دي.
دوی د موسی خېلو ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل څخه مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې یې د پوهنې بیهر سره له نیږدې مرسته کړي او هم کوي، چې ددې ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو او کلیو کې د پوهنې د بهیر دروازې خلاصې پرانیزي.
دوی وویل چې پخوا د پوهنې، بیارغونې او امنیت په برخه کې دېرې ننګونې وې، چې د ګلاب منګل په راتګ سره ددې، ولسوالۍ ډیری ستونزې هوارې شوي، خو لا هم دا ولسوالي او خلک یې ډېرو کارونو ته اړتیا لري، او دولت باید ددې ولسوالۍ خلک هېر نه کړي..
 د خوست د موسی خېلو ولسوالي چې له مرکز سره نیښتي خو د غرونو په درلودو سره لویه ولسوالي ده، خلک یې په تېرو کالونو کې د حکومت لخوا هېر شوي، خو په دې ورستیو کې ددې ولسوالۍ خلکو غږ پورته کړی چې دولت ورته په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.اډمين.ه

 

Copyright @ 2013 ګلاب منګل.