Sunday, April 29, 2018

د ټاکنو نوم لیکنې ملی پروسه کې پراخه ونډه اخېستنه به زموږ د ولسونو سیاسي اراده تمثل کړي.

د ټاکنو نوم لیکنې ملی پروسه کې پراخه ونډه اخېستنه به زموږ د ولسونو سیاسي اراده تمثل کړي
دا ټکی د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ولسونو لپاره د ټولټاکنو د نوم لیکنې او تذکرې اخېستنې د عامه پوهاوي په مناسبت جوړه شوي غونډه کې ګډنوالو ته د وینا پرمهال څرګند کړ.
غونډې ته د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل وویل : د ټاکنو په ولسواکو بهرینو کې د ولس ریښتني ونډه دهمدې ولس ریښتني اراده تمثل کوی.
نو له همدې ځایه مهمه ده چې زموږ د موسی خېلواو قلندر ولسونه په راتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره په دغه ولسوالۍ کې د خلکو عامه ذهنیت بدل کړي او هغوی په ټاکنو کې پراخې برخې اخېستنې ته راوبولي.
په غونډه کې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د ولسونو لپاره د ښه امنیت ټینګښت او نورو مهمو سهولتونو چمتوالي خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې موږ د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو په هغو برخو کې چې د ټاکنو نوم ثبتونې مرکزونه شته ستاسې ولسونو لپاره لا 
زیات سهولتونه رامنځته کړي خو له تاسو ولسونو مو غوښتنه ده چې په ټاکنو کې هم خپله او هم نور ولسونه ګډون ته وهڅوئ .

ځکه چې د ولسونو په ټاکنو کې برخه اخېستنه به هغوی د دوی د خوښې وړ کسانو واک ته په رسونه کې اغېزمن رول ولوبوي.
په یاده ناسته کې د ولسونو په استازیتوب ښاغلي حیدرګل منګل، زورلی خوشنود او خوست ټاکنو ولایتي دفتر د عامه پوهاوي مسؤل صاحب الدین ځدراڼ بخت الله بختیار طایب الدین بریال عبدالحق صدیقي یو په بل پسې خبرې وکړې .
دوی د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل او نورو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د موسی خېلو په ولسوالۍ کې به د ټاکنو نوم لیکنې مامورینو او تذکرو مسؤلنو سره لویه همکاري کوي او په قومي کچه به ترې هېڅ ډول همکارۍ ونه سپموي.

زرولي خان ځلاند

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipisicing elit, sed do eiusmod tempor incididunt ut labore et dolore magna aliqua. Ut enim ad minim veniam, quis nostrud exercitation.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 ګلاب منګل.