Sunday, April 29, 2018

د ټاکنو نوم لیکنې ملی پروسه کې پراخه ونډه اخېستنه به زموږ د ولسونو سیاسي اراده تمثل کړي.

د ټاکنو نوم لیکنې ملی پروسه کې پراخه ونډه اخېستنه به زموږ د ولسونو سیاسي اراده تمثل کړي
دا ټکی د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو ولسونو لپاره د ټولټاکنو د نوم لیکنې او تذکرې اخېستنې د عامه پوهاوي په مناسبت جوړه شوي غونډه کې ګډنوالو ته د وینا پرمهال څرګند کړ.
غونډې ته د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل وویل : د ټاکنو په ولسواکو بهرینو کې د ولس ریښتني ونډه دهمدې ولس ریښتني اراده تمثل کوی.
نو له همدې ځایه مهمه ده چې زموږ د موسی خېلواو قلندر ولسونه په راتلوونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره په دغه ولسوالۍ کې د خلکو عامه ذهنیت بدل کړي او هغوی په ټاکنو کې پراخې برخې اخېستنې ته راوبولي.
په غونډه کې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل د ولسونو لپاره د ښه امنیت ټینګښت او نورو مهمو سهولتونو چمتوالي خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې موږ د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو په هغو برخو کې چې د ټاکنو نوم ثبتونې مرکزونه شته ستاسې ولسونو لپاره لا 
زیات سهولتونه رامنځته کړي خو له تاسو ولسونو مو غوښتنه ده چې په ټاکنو کې هم خپله او هم نور ولسونه ګډون ته وهڅوئ .

ځکه چې د ولسونو په ټاکنو کې برخه اخېستنه به هغوی د دوی د خوښې وړ کسانو واک ته په رسونه کې اغېزمن رول ولوبوي.
په یاده ناسته کې د ولسونو په استازیتوب ښاغلي حیدرګل منګل، زورلی خوشنود او خوست ټاکنو ولایتي دفتر د عامه پوهاوي مسؤل صاحب الدین ځدراڼ بخت الله بختیار طایب الدین بریال عبدالحق صدیقي یو په بل پسې خبرې وکړې .
دوی د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل او نورو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د موسی خېلو په ولسوالۍ کې به د ټاکنو نوم لیکنې مامورینو او تذکرو مسؤلنو سره لویه همکاري کوي او په قومي کچه به ترې هېڅ ډول همکارۍ ونه سپموي.

Saturday, April 28, 2018

په موسی خېلو کې د روغتیا په برخه کې لومړنی خو یو خورا مهم ګام واخېستل شو

د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.

(OHPM) د موسی خېلو ولسوالۍ زوړ کوټ په سیمه کې د 
موسسې لخوا یو بشپړ روغتیایی مرکز د ولسوال ګلاب منګل لخوا د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
په دغه روغتیایی مرکز باندې شاوخوا دوه ملیونه افغانۍ لګول شوي چې څلور بستر خونې او یوه عملیات خونه لري دغه روغتیایی مرکز به مسلکي پرسونل او پرمختللي طبي وسائل هم ولري چې په فعالیت سره به یی په موسی خېلو ولسوالۍ کې تر یوه بریده روغتیایی ستونزې راکمې شي
 . ولسوال ګلاب منګل وایی په موسی خېلو ولسوالۍ کې نفوس زیات دی او دا چې موسی خېل یوه ستراتېژیکه ولسوالي شمېرل کیږي دلته دې د عامې روغتیا مسؤلین د ولسونو صحت په منظور لا ډېرې هڅې ترسره کړي.

له پولیسو سره د ټولنې روابطو غښتلتي کېدو په منظور په موسی خېلو ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې د والیبال سیالۍ د پولیسو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.


د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
( A P W D O)  دغه سیالۍ چې د افغان پولیسو د ټولنې سره د پرمختګ ادارې 
لخوا موده وړاندې په لاره اچول شوې وې نن ورځ د پولیسو والیبال لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسیدې.

د دغو سیالیو څخه هدف د پولیسو او عامو خلکو ترمنځ روابط زیاتول، د بېړنیو پېښو پر وخت د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره د اړیکو نیول او ځوانانو لوبو ته هڅونه وه. 
د دغو سیالیو د پای لوبې پر مهال د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل ته د درناوي په منظور پښتني لونګۍ هم ور په سر کړل شوه او ممتازو لوبغاړو ته برابرې شوي جایزې هم ووېشل شوې.

د پای لوبې پر مهال ښاغلي ګلاب منګل د موسی خېلو پر ولسونو غږ وکړ چې د ټاکنو د نوم لېکنې په روان بهیر کې فعاله ونډه واخلي او هغه کسان چې تر اوسه د طبعیت تذکرې نه دي اخیستي تذکرې ترلاسه کولو ته راوبولي څو په راتلوونکو ټاکنو کې فعاله برخه واخلي

Monday, April 9, 2018

افغان ولسمشر ښاغلي (غني) د خوست ولايت د ولسوالانو سره وليدل.



د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د خوست ولایت له ولسوالانو سره وکتل او د تشکیلاتو، معاشاتو، د قاضیانو او څارنوالانو د نشتوالي، په ولسوالیو کې د امنیه قوماندانۍ د ودانیو د نشتوالي، د مامورینو کمبود، د ځمکو د غصب، د سرپرستۍ او په ادارو کې د لاسوهنو د مخنیوي په اړه یې د دوی ستونزې واورېدې.
جمهوررئیس په سختو شرایطو کې د ولسوالانو له کار څخه مننه وکړه او د يو شمېر لرو پرتو ولسواليو د ولسوالانو هڅې وستايلې او ترڅنګ يې سیمه ایزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه تر څو د ولسوالیو د سرپرستۍ ستونزه حل شي او ویې ویل چې د کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د ولسوالیو د امنیه قوماندانیو د ودانیو د نیشتوالي ستونزې ته رسیدګي وکړي.

Tuesday, April 3, 2018

موسی خېلو ولسوالۍ ته لېږل شوی پلاوی به ډېر ژر ۳۰ بستریز روغتون ودانۍ جوړیدو لپاره یو مناسب ځای غوره کړي.



د ولایت مقام په هدایت موسی خېلو ولسوالۍ ته لېږل شوی پلاوی به ډېر ژر ۳۰ بستریز روغتون ودانۍ جوړیدو لپاره یو مناسب ځای انتخاب کړي په همدې موخه موسی خېلو ولسوالۍ ته د ولایت مقام لخوا یو پلاوی لېږل شوی چې پکې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل سربېره د خوست عامې روغتیاریاست، اقتصاد ریاست او ښارجوړونې ریاست نماینده ګانو او د خوست ولایتي شورا وکیل شکورالله بابکرخېل برخه لرله.
دغه پلاوی د موسی خېلو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې وګرځېدو چې ټاکل شوې ده ژر به یاد پلاوی د لېدل شویو سیمو څخه یوه چې د عامې روغتیا ریاست د وصولو سره به برابر وي یاد روغتون جوړیدو ته انتخاب کړي. 
د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
پاتې دې نه وي چې تر دې وړاندې د موسی خېلو ولسوالۍ بېلابېلو سیمو خلکو د یاد ۳۰ بستریز روغتون ودانۍ جوړیدو پر سر په خپلو .کې اختلاف درلودل
دوی موده وړاندې د موسی  خېلو ولسوال ګلاب منګل په مشرۍ سره جرګه شول او ددغه روغتون لپاره د سیمې انتخاب واک يې اړونده ادارو ولایت مقام ته وسپاره. چې ډیر زربه د دې روغتون  د بنسټ ډبره کېښودل شي.

 

Copyright @ 2013 ګلاب منګل.