
د ولایت مقام په هدایت موسی خېلو ولسوالۍ ته لېږل شوی پلاوی به ډېر ژر ۳۰ بستریز روغتون ودانۍ جوړیدو لپاره یو مناسب ځای انتخاب کړي په همدې موخه موسی خېلو ولسوالۍ ته د ولایت مقام لخوا یو پلاوی لېږل شوی چې پکې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل سربېره د خوست عامې روغتیاریاست، اقتصاد ریاست او ښارجوړونې ریاست نماینده ګانو او د خوست ولایتي شورا وکیل شکورالله بابکرخېل برخه لرله.
دغه پلاوی د موسی خېلو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې وګرځېدو چې ټاکل شوې ده ژر به یاد پلاوی د لېدل شویو سیمو څخه یوه چې د عامې روغتیا ریاست د وصولو سره به برابر وي یاد روغتون جوړیدو ته انتخاب کړي.

پاتې دې نه وي چې تر دې وړاندې د موسی خېلو ولسوالۍ بېلابېلو سیمو خلکو د یاد ۳۰ بستریز روغتون ودانۍ جوړیدو پر سر په خپلو .کې اختلاف درلودل
دوی موده وړاندې د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل په مشرۍ سره جرګه شول او ددغه روغتون لپاره د سیمې انتخاب واک يې اړونده ادارو ولایت مقام ته وسپاره. چې ډیر زربه د دې روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شي.

0 comments:
Post a Comment