
دا چې په همدې تړاو پرېکړه پخوا شوې وه ددواړو قومونو ترمنځ د برید سیمې مالومولو په منظور وړمه ورځ سیمې ته د خوست محترم والي پوهندوی حکم خان حبیبي په وړاندیز دجمهوري ریاست په حکم ټاکل شوي کمیسیون غړو د منګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړې د برید (ټاک)مالومولو لپاره سیمې ته سفر وکړ.
په دغه پلاوي کې د خوست ولایت مقام د دفتر رئېس موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل د خوست ملي امنیت ریاست اول معاون، د خوست امنیه قومندانۍ اداري مرستیال، د ملي اردو د څلورم کنډک رئېس ارکان، د نادرشاه کوټ ولسوال او یوشمېر نورو کسانو برخه لرله.
یاد هئت سیمې ته د سفر پر مهال د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د شوي پرېکړې په تعقیب لانجمنې سیمې څخه لېدنه وکړه او د دواړو قومونو ترمنځ یې د برید یا ټاک سیمه مالومه کړه.
پاتې دې نه وي د منګلو او مقبلو ترمنځ څو لیسزو اوږدې قومي لانجې ته د خوست والي حکم خان حبیبي په دوامدارو هلو ځلو د جمهوري ریاست لخوا رالېږل شوي پلاوی تل لپاره حل کړه او دواړه قومونه یې بېرته د ورورګلوۍ پر ټغر سره کېنول
![]() |
| خپلې څرګندونې مو لاندې ولیکئ |


0 comments:
Post a Comment