موسی خېلو ولسوالۍ کې وروستيو بيارغنيزو دوامدارو تلاشونو اوس دغې
ولسوالۍ ته د مرستندويه ادارو پام ور واړولو.

نن ورځ دهمدغو تلاشونو
په پايله کې د خوست ولايتي شورا مرستيال قديم افغان په همکارۍ د خوست ولايتي ادارې
په لارښونه د NRAP موسسې يو مسلکي تخنکي انجينرانو ټيم ددغې ولسوالۍ
دوه منده پل سروې کړ. ديادې موسسې مسؤلينو په وينا چې دوی به په ياده
ولسوالۍ کې نور پلونه هم په نېږدې مهال کې سروې او وروسته به عملا ً ورباندې
درغونې کارونولپاره چمتو کړي . د سيمې اوسيدونکي په
دې خوښ دي چې په دې وروستيو کې د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل د پرلپسې
تلاشونو او هڅو په پايله کې اوس مهال دغې ولسوالۍ د لارو ، کليوالي سيمو ، زراعتي
ځمکو او په لويه کې د ولسوالۍ اوسيدونکو ټولنيزو ستونزو هواري لپاره د حکومت او
مرستندويه ادارو پام ور اوښتی او تمه ده چې د ولسوالۍ په يوشمير سيمو کې به دولسي
خلکو لومړنيو ستونزو ته په کتو اغيزمنې او ګټورې پروژې پلې شي .
په دغو کې د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل د يادې موسسې له تخنيکي
او مسلکي ټيم او خوست والي پوهندوی حکم خان حبيبي څخه مننه څرګنده کړه چې دغې
ولسوالۍ ته خپله پاملرنه راګرځولي او دلته مېشتو ولسونو ستونزو هواري لپاره لاس په
کار شوی موږ همداشان ياد ټيم غړو ته بشپړ ډاډ ورکړ چې په سيمه کې به د ولسونو او
زموږ لخوا هر ډول امنيتي همکاري موجوده وي .



