دوی د قومي مشرانو او ځوانانو په ګډه غونډه کې وویل له علماکرامو سره به د ولسي قوت له لارې د ناامنۍ په وړاندې ودریږي.
له بلې خوا د سیمې ولسوال ګلاب منګل وايي ځوانان، قومي مشران او علماکرامو دې ته تیار شوي چې په سیمه کې د پرمختګ د رامنځ ته کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې. دهمدي ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل ترمشرۍ لاندي. قومي مشرانو، ځوانانو او علماکرامو په یوه ګډه ناسته کې پریکړه وکړه چې د کلیو ملاامامانو او خلکو سره به په ګډه د ولسي قوت له لارې په سیمه کې امنیت او پرمختګ لپاره وضعیت برابر کړي.
دوی وویل په سیمه کې د منګلو کوم بانفوذه خلک او علماکرام دې ته تیار شوي چې له دولت او ولایتي ادارې سره د بیارغونې او نورو چارو کې همکاري وکړي خو دوی وغوښتل چې ددې سیمې لپاره دې د بیارغونې پروژې پلي شي.
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل وايي له قومي مشرانو او ځوانانو سره یې په ګډه ناسته کې پر دې سلا شوي چې د کلیو ملاامامان به وهڅوي تر څو په کلیو او بنډو کې د امنیت او پرمختګ لپاره له دوی سره همکاري وکړي.
هغه وویل چې د سیمې علماکرامو ډاډ ورکړی چې په دې ولسوالۍ کې به د امن او سولې د ټنګښت لپاره کار کوي او ولسي خلک به هڅوي تر په بېلابېلو برخو کې د ستونزو په لامنځه وړلو کې همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده چې یاده غونډه په داسې مهال تر سره کیږي، چې موسی خېلو ولسوالۍ ته د ولایتي ادارې ګډ پلاوی تللی تر څو په دې ولسوالۍ کې د شته ستونزو او د ولسونو د غوښتنو په اړه مالومات راټول او اړوندو ادارو ته یې وسپاري.

0 comments:
Post a Comment