د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د خوست ولایت له ولسوالانو سره وکتل او د تشکیلاتو، معاشاتو، د قاضیانو او څارنوالانو د نشتوالي، په ولسوالیو کې د امنیه قوماندانۍ د ودانیو د نشتوالي، د مامورینو کمبود، د ځمکو د غصب، د سرپرستۍ او په ادارو کې د لاسوهنو د مخنیوي په اړه یې د دوی ستونزې واورېدې.
جمهوررئیس په سختو شرایطو کې د ولسوالانو له کار څخه مننه وکړه او د يو شمېر لرو پرتو ولسواليو د ولسوالانو هڅې وستايلې او ترڅنګ يې سیمه ایزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه تر څو د ولسوالیو د سرپرستۍ ستونزه حل شي او ویې ویل چې د کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې چې د ولسوالیو د امنیه قوماندانیو د ودانیو د نیشتوالي ستونزې ته رسیدګي وکړي.

0 comments:
Post a Comment