Thursday, May 17, 2018

د منګلو مشران: موږ به هغه کسان په قومي دودیزو لارو مجازات کړو څوک چې په خپلو لورګانو باندې زده کړې نکوي.


یادې څرګندونې دخوست منګلو موسی خېلو ولسوالۍ قومي مخورو مشرانو، دیني علمای کرامو او ځوانانو په هغه یوه ستره ولسي ناسته کې وکړې کومه چې دغې ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل،پوهنې امرینو اومشرانو لخوا برا بره د ثور په ۲۴مه نیټه د خوست پوهنې رئېس ښاغلي نصیراحمد روښان سره د موسی خېلو ولسوالۍ زوړ کوټ په عالي لیسه کې جوړه شوې وه. 

په دغه ناسته کې د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل ترڅنګ د معارف رهبرۍ او نظارت غړو برخه لرله
د ‏‎Gulab Mangal‎‏ انځور.
موسی خېلو ولسوالۍ ته لومړۍ د معارف ځوان، هڅاند رئېس ښاغلي نصیر احمد روښان تود هرکلی وشو.
بیا ولسوال ګلاب منګل ښاغلی روښان صیب ته په دغه ولسوالۍ کې د معارف موجوده ستونزو، نیمګړتیاوو او د یوشمیر ښوونځیو د تعمیراتو د جوړیدو، ترمیم او معارف د شته تشکیل د زیاتولو یوشمېر مهمې غوښتنې مخکې کړې چې په حلولو سره به یې د معارف په برخه شته ستونزې په موسی خېلو ولسوالۍ کې راکمې شي.
ښاغلي منګل صیب زیاته کړه موږ کثرالرشتوي انېستېتیوت لرو خو معارف په برخه کې تشکیل کمبود شتون لري چې ستاسې په پاملرنې سره به روان مشکلات حل شي.

ښاغلي ګلاب منګل په موسی خېلو ولسوالۍ کې د خصوصي دیني مدرسو شتون یادونه وکړه خو زیاته کړه چې دغلته دولتي دیني مدرسې او د معارف په برخه کې کوم مرستندویه موسسات نشته چې په یاده برخه کې د خوست اوسنۍ معارف ځوانې رهبرۍ د موسی خېلو ولسوالۍ ډېر هیلې شته. 
د موسی خېلو ولسوال ګلاب منګل دغې ولسوالۍ ته د خوست ملکي ادارې ځوان رئېس ښاغلي روښان صیب ورتګ د پام وړ او قدر دانۍ وړ وباله او زیاته کړه چې تاسې په وجود کې به د معارف په چوکاټ کې به په کمیت او کفیت لوړولو په برخه کې بېساری بدلون رامنځته شي

زرولي خان ځلاند

Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur adipisicing elit, sed do eiusmod tempor incididunt ut labore et dolore magna aliqua. Ut enim ad minim veniam, quis nostrud exercitation.

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 ګلاب منګل.