د معارف نوي رهبري دې په موسی خېلو کې ښونیز سیستم پر اغېزمن پوهنیز سیستم واوړي دا څرګندونې د موسی خېلو ولسوال ښاغلی ګلاب منګل او موسی خېلو ولسوالۍ د معارف کارکوونکو او معارف ډلې سره یوځای د پوهنې نوي رئېس ښاغلي نصیراحمد روښان
سره دتبریکۍ مراسمو پر مهال وکړې.
په دغه لېدنه ښاغلي منګل د خوست پوهنې نوي رئېس ښاغلي نصیراحمد روښان ته دغې ولسوالۍ ته د سفر کولو بلنه هم ورکړه .ترڅو هلته روان پوهنیز وضعیت له نېږدې وڅاري او پر اړوند یې اغېزمن پلانونه ونیسي .
په یاده لېدنه کې د موسی خېلو ولسوال ښاغلي ګلاب منګل د پوهني نوی رئېس څخه په موسی خېلو کې شته ښوونځیو ته د ودانیو پرجوړولو ،مسلکي پرسونل پر ګمارلو او په ټوله کې د پوهنې روان حالت د بدلولو غوښتنه وکړه چې د ښاغلي روښان صیب لخوا د هر ډول همکاریو ژمنه ورسره وشوه .
د خوست معارف نوي رئېس ښاغلي نصیر احمد روښان وویل په کومه سیمه کې چې معیاري ښوونیز سیستم موجود وي هلته په خپله د ټولنې په روان حالت کې مثبت او پام وړ تغیرات را درومي.
نو زموږ نوي رهبري هم په دې تلاش کې ده چې په خوست کې په هغو سیمو کې چې په تېر کې معارف له پامه غورځول شوی پر نویو
کړنلارو کار وکړي ترڅو موجوده مشکلاتو هواري لپاره لازمې حللارې ومومو.چې موسې خېلو ته به پکې خاصه پاملرنه وکړو.
بخت الله بختیار ««خوست - افغانستان


له روښان صیب د خوستوالو لویه هیله او له تاسو مننه ښاغلی ولسوال صیب
ReplyDeleteدا چې د خپلې ولسوالۍ معارف ټیم سره د نور په څېر راغلئ او د مبارکۍ ترڅنګ مو د خلکو د روزنې لپاره همکاري هم ترې وغوښته موږله تاسو زیاته مننه کوو او له روښان صیب هیله لرو ترڅو د خوست لپاره وړ خدمت او خاستن د موسی خېلو ولسوالۍ ته ځانګړې توجه وکړي بس ښاد دې وي بــــــــریــــــــــمـــــــــــــــن دې وي داســــــــــــــــې نــــــــــــــــــومــــــــــــــــــــــیــــــــــــــــالـــــــــــــــــــي او ځـــــــــــــــــــــــــــوان قـــــــــــــــــــــــــــــــــــــدرونه موږ تــــــــل د پرمختګ په هیله یو بریالي دې وي داسې مشران